اکشى کمار د ٣ نوو فلمونو معاهده وکړه

د هندي سينما نوموتي ستوري اکشى کمار د فلم جوړوونکو له دوه نوو شرکتونو سره معاهده وکړه، چې د معاهدې سره سم به نوموړى په درې لويو فلمونو کې رول ولوبوي.

هندي رسنۍ ليکي، چې د هند نوموتى ستورى اکشى کمار د (٢.٠) (ټو پواينټ زيرو) فلم له ثبت وروسته اوس د خپل بل راروان فلم (هاوس فل ٤) په ثبت کې بوخت دى. خو په همدې مهال نوموړي د دوه فلم جوړوونکو شرکتونو (فوکس سټار سټوډيو) او (کيپ اف ګډ هوپ) سره د درې فلمونو معاهده کړې ده، چې د هاوس فل ٤ نه وروسته به بيا د دوى د فلمونو په ثبتولو کې مصروفه شي.

په دې فلمونو کې د اکشى کمار لومړنى فلم خلا ته په تګ باندې جوړېږي، چې (مشن منګل) نوم يې دى. دا فلم د (پېډمېن) فلم جوړونکى (آربالکي) په مرسته جوړېږي، د دې فلم لارښود به جګن شکتي وي او ويل کېږي چې دا فلم به راروان کال د نومبر په مياشت کې نندارې ته وړاندې شي.

ياده دې وي چې اکشى کمار د هندي فلمونو هغه ستورى دى، چې تر نورو ستورو يې هر کال فلمونه ډېر راځي او پرلپسې فلمونه يې بريالي کېږي.