fbpx

یو تن له لسکونه میله وسلو سره نیول شوی

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په ننګرهار ولایت کې یو تن له لسګونه میله وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کس پرون د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د غازي امان الله خان په ښار ګوټي کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې له یاد کس څخه ۳۱ میله تومانچې، ۱۰۵۰ فیره مرمۍ او یو کرولا موټر نیول شوي، چې دا مهال په امنیه قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دی.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې نیول شوي کس له وسله والو ډلو سره اړیکه درلوده او که څنګه او نه هم دا معلومه ده، چې دغه کس وسلې او مهمات چېرته لېږدول.

کندهار څانګه