fbpx

۱۳ ښوونځي په کمپیوټري سیستم سمبال شول

د بدخشان د پوهنې ریاست وايي د دې ولایت په ۱۳ ښوونځیو کې د پوهنې سیستم کمپیوټري شوی، په داسې حال کې چې مخکې هر څه کلاسیک یا قلمي وو.

دوی وايي مخکې د پوهنې ریاست کارکوونکي په خپلو کارونو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو، خو اوس په لږ وخت کې په آسانۍ سره خپل کار خلاصولی شي.

د بدخشان ولایت د پوهنې رییس، روح‎الله محقق څرګند وي دا یو مثبت ګام دی، موږ د ورځنیو کارونو په برخ کې ستونزې درلودې، اوس به له نوي سیستم سره ډېر مثبت بدلون راشي.»

په همدې حال کې هغه ښوونکي او زده کوونکي چې تېرو شپږو میاشتو کې یې د کمپیوټري پروګرامونو زده کړې کړې دي، وايي اوس کولی شي د څو ساعتونو کار په یوه ساعت کې ترسره کړي.

زده کوونکې، حلیمه زیاتوي زه په دولسم ټولګې کې یم، مخکې له دې له کمپیوټر سره بلده نه وم، آن یوه ورقه مې هم نه شوه فوتوکاپي کولی، اوس مې خپله زده کړې او نورو ټولګي والو ته یې هم ورزده کوم.

بدخشان کې د ۱۳ ښوونځیو سیستمونه په داسې حال کې کمپیوتري کیږي چې مخکې له دې هم د شهدا، وردوج، بهارک ولسوالیو او د یادو ولسوالیو د پوهنې امریتونه په کمپیوټري سیستم سمبال شوي وو.

کندهار څانګه