fbpx

د بغلان په ډنډ غوري کې عملیات پيل شوي

امنیتي چارواکي وايي چې افغان او بهرنیوځواکونو په ګډه د پلخمري اړوند ډنډ غوري سیمه کې دوسله والو طالبانودځپلو په موخه ځمکني اوهوايي عملیات پیل کړي دي .

ځايي چارواکي وايي، چې په دې عملياتو کې تردې دمه ۶ وسله وال وژل شوي او له طالبانو دوه کلي نيول شوي .

په شمال کې د۲۰۹  شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایی رسنیو ته وویل ،  چې په دې عملياتو کې وسله والو طالبانو ته د يادې مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ د نيازالله او وردګو په نوم  دوه کلي هم افغان  ځواکونو نيولي دي.

رضایي وویل، ځمکني عملیات  چي د بهرني هوايي ځواک  ملاتړ هم ورسره دی د کندوز ولایت  لسم کنډک  کومانډواو د ملي امنیت ځواکونه يې  په ګډه  پرمخ وړي، تر اوسه ۲۵ خښ کړل شوي ماینونه چې دافغان ځواکونو دوسایطو دپرمختګ مخه یې ډپ کړې وه هم له منځه وړي  دي.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع  هم وایي چې افغان  او بهرنيو ځمکنيو  او هوايي ځواکونو په ګډه بغلان کې د وسله والو طالبانو دځپلو په موخه عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې يې تر اوسه ۶ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان هم دي .

د هغه په وينا، دغه عملیات چې پیل یې پرډنډ غوري سیمه وشو درې پړاوه لري، چې په ترڅ کې به یې  دبغلان ولایت ډېری سیمې د وسله والو له واکه بهر کړي .

وسله والو طالبانوپه دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي

کندهار څانګه