fbpx

امریکايي ډېپلوماټه دافغان سولې په تړاو خبرې پيلوي

دامریکا لوړپوړې ډېپلوماټه پاکستان کې د افغانستان امریکايي ډېپلوماټه دافغان سولې په تړاو خبرې پيلوي.

د راپور له مخې د سوېلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الېس وېلس له کابل وروسته نن پاکستان ته ځي او هلته به د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان سولې په تړاو خبرې وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې دغه ناستې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د خبرو لړیو دوام دی.

تر دې دمخه وېلس په کابل کې د ولسمشر غني په ګډون لوړپوړو چارواکو سره لیدلي و.

کندهار څانګه