The news is by your side.

بلوڅ‌ملتپالو څلور پاکستاني سمندري ځواکونه هلاک کړي

خبریال وېبپاڼه/ بلوڅ‌ملتپالو د ازادي ترلاسه کولو لپاره د خپلې وسله والې مبارزې په لړ کې دا ځل څلور پاکستاني سمندري ځواکونه وژلي او دوه نور یې مرګوني ټپیان کړي دي.

د بلوڅ ملتپالو ویاند رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې برید د د دوی ملګرو کړی او پاکستاني سمندري ځواکونو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه ویلي، چې پېښه تېر ماښام د بلوچستان ایالت د ګوادر په ساحلې ښار جیحون کې رامنځته شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی، دوی د دغو بریدونو له لارې غواړي نړۍ ته ثابته کړي، چې دوی نور د پاکستان په حاکمیت کې ژوند نه شي کولای او باید بلوچستان د یوه خپلواک هېواد بڼه خپله کړي.

بلوڅ ملتپال وايي، دوی به د سر په بیه د پاکستان پر ضد خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي، تر هغو چې ازادي یې نه وي ترلاسه کړې.
دوی زیاته کړې، پاکستان باید په دې پوه شي، چې بلوڅ عسکر که هر وخت او هر ځای وغواړي، پاکستاني سرتيري په نښه او له منځه وړلای شي.
د بلوڅ بېلتونپالې ډلې ویاند دا هم ويلي، چې پاکستان غواړي، د چین په مرسته د بلوچستان ساحلي سیمې استعمار او بلوڅ اوسیدونکي له یادو سیمو وباسي، چې په خبره یې، پاکستانی حکومت به دغه ارمان ګور ته یوسي.
بلوڅ ملتپال کلونه راهیسې د پاکستاني حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي او یوازېنۍ غوښتنه یې خپلواکي اخیستل دي.

د دې مبارزې په لړ کې زرګونه بلوڅ ملتپالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یا تري تم شوي دي، خو بیا هم دغه ډله مبارزه نه پرېږدي او وخت ناوخته پر پاکستاني پوځیانو خونړي بریدونه کوي.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر او له طبیعي زېرمو ډک ایالت دی، پاکستان نه غواړي چې دغه ایالت د یوه خپلواک هېواد بڼه غوره کړي، ځکه دا مهال د بلوچستان تر نیمایي زیاتې طبیعي منابع د پاکستان د مرکزي حکومت په ولکه کې دي او لس سلنه یې هم د دې ایالت اصلي اوسېدونکو ته نه رسېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.