fbpx

د مختلفو اقشارو څخه د سولې لپاره مشورتي بورډ جوړیږي

ارګ په افغانستان کې د سولې راستلو په پاره د مختلفو قشرونو څخه یو مشورتي بورډ جوړوي .

یادې څرګندونې د ارګ څخه په یوه خپره شوې خبر پآڼه کې راغلې دي ، په خبر پاڼه کې وړاندې راغلي ، چې تېر ماښام د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایتونو د علماو، د دولتي پوهنتونونو او بشري حقونو له رئیسانو ، د سولې او ښځو شوراګانو تر څنګ د نظامي او ملکي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړې .

یاد کنفرانس چې د توحید ملي مرکز کې جوړ شوی و، جمهور رئیس وویل چې ننۍ ناسته تر ډېره د سولې پروسې ته ځانګړې شوې ده .

 

هغه  وویل، د سولې پروسې په اړه په  ملي کچه د مشورتي بورډ د جوړولو په موخه به له مشورو وروسته هر ولایت خپل استازي په درې ورځو کې معرفي کړي.

جمهور رئیس زياته کړه، د یاد مشورتي بورډ موخه دا ده چې په دې  پروسه کې د ټولو ولایتونو استازي شامل وي، ځکه سوله ښکاره او په رڼا  کې کېږي.

محمداشرف غني څرګنده کړه،  د مشورتي بورډ له ټاکلو وروسته به د دې  بورډ غړي کابل ته راشي او د حکومت تخنیکي ټیم سره به په ګډه چې  په سولې پروسه کې بوخت دی، کار وکړي.

غني وويل (کله چې د سولې د مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي همدا مشورتي  بورډ به د مذاکره کوونکي ټیم په جوړولو کې رول ولري او له دې پروسې سره به مرسته کوي.)

جمهور رئیس دا هم  وویل، په پام کې ده په دې مشورتي بورډ کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او ښځو د استازو ترڅنګ د هېواد یو شمېر نور شخصیتونه هم شامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره هر اړخیزې هلې ځلې پیل شوې دي چې تازه بېلګه یې په مسکو کې د روانې جمعې په ورځ د سولې غونډه ده چې طالبان به هم رسمي حضور ولري خو افغان حکومت له لوري لا له وړاندې له یادې ناستې سره بای کاټ اعلان شوی دی ، خو د سولې عالي شورا یو شپږ کیسزه ټیم به په یاده ناسته کې ګډون کوي .