fbpx

لېږل شوی پلاوی:اروزګان کې ۴۰ ملکیان وژل شوي

د ولسمشر د سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ اروزګان ته تللی پلاوی وايي چې خاص اروزګان او مالستان ولسوالۍ کې د تېرو اونۍ په جګړه کې ۴۰ تنه ملکیان وژل شوي دي .
یاده نښته تېروه اونۍ د خاص اروزګان ولسوالۍ په کندلان او حسیني کلیو کې هغه مهال رامنځته شوه چې د کندلان له کلي څخه یو ښځه د حسیني کلي ته ورغلې وه او د کندلان خلکو د یادې ښځې د بېرته راوستلو لپاره حسیني کلي ته ورغلي وو ، چې په ترڅ کې یې نښته رامنځته شوه .
وروسته طالبانو هم په دې جګړه کې ګډون وکړ او ویې ویل چې د شجاعي ګڼ شمېر پلویان یې وژلي دي او خپله شجاعي یې ټپي کړی دی .
ولسمشر تېره ورځ د خپل سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ یو پلاوی د یادې پېښې د څېړلو په موخه ارزګان ته ولېږه چې پکې د یو شمېر نوروسلاکارانو په ګډون د ملي دفاع ، کورنیو جارو وزارتونو ، ملي امنیت ، لوی څارنوالۍ او چارو ادارې استازي هم شامل وو.