fbpx

اسدالله خالد: امنيتي ارګانونه دې د خيرالله شينواري بريدګر ونيسي

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس اسدالله خالد په يوه اعلاميه کې ويلي، چې امنيتي ارګانونه دې د خېر الله شينواري بريدګر ونيسي او همدا راز حکومت دې د رسنيو د کارکوونکو، مدني فعالانو او ټولنيزو اشخاصو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

خبريال ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د اسدالله خالد له خوا ليکل شوي، پر رسنيو، رسنيزو کارکونکو او مدني فعلانو بريدونه د دې هيواد درسنيو ازادي له ګواښ سره مخامخ کوي. پر مدني فعال خیرالله شینواري وسله وال بريد په کلکو ټکو غندم او د لوی الله له درباره کامل صحت ورته غواړم.

ښاغلى خالد زياتوي، شینواری یو مدني فعال، په ټولنیزو او تصویري رسنیو کې هغه ځوانه څېره ده، چې ډیری وخت د هېواد پر امنیتي وضعیت او سولې په باب څرګندونې کوي.

په خبرپاڼه کې زيات شوي، حکومت او امنيتي ارګانونه دې ژر تر ژره د ښاغلي شينواري بريدګر ونيسي او د قانون منګولو ته دې يې وسپاري.

نوموړى وايي، که څه هم اوسنی حکومت د امنيت په ساتلو کي پاتې راغلی خو په کار دي چې د رسنيو د کارکوونکو، مدني فعالانو او ټولنيزو اشخاصو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلى خالد وايي، درسنيو آزادي د حکومت هغه لاسته راوړنه ده چې د ولسواکۍ په راوستلو او ساتلو کې مهم رول لري. د رسنيو ازادي ته په پام سره د رسنيزو کارکوونکو امنيت ته بايد جدي پاملرنه وشي.

په خبرپاڼه کې زيات شوي، يو ځل بيا د الله پاک له درباره خيرالله خيرخوا ته عاجله شفا غواړم او د کورنۍ او خواخوږو سره يې په درد کې ځان شريک ګڼم.