fbpx

په فېض محمد ځلاند هم بريد شوى

د کابل پوهنتون استاد، مدني فعال، سياسي شنونکى او د ولسمشر منتقد فېض محمد ځلاند باندې هم په کابل کې بريد شوى دى. دا کيسه فېض محمد ځلاند وروسته له هغه کړې، کله چې بېګاه په مدني فعال خيرالله شينوارى په کابل کې بريد وشو.

فېض ځلاند په خپله فېسبوکپاڼه په هغه د بريد کيسه په دې ټکو کې کړې:

((تېره پنجنشبه، نهه او لس دقیقې کانتینټل ته نارسیده، د عمومي سرک په سر راباندې برید وشو، د موټر مخې ته یو موټر، څنګ او وروسته راپسې دوه نور ودرېدل، لنډغر ترې را کوز شول، په مطمین صیب د برید کیسې او دسیسې راته معلومې وي، بس د رب فضل و، په منډه، د موټر په وهلو له برید سالم ووتم، نژدې ملګرې مې خبر کړل، د اړونده ادارو سره مې ستونزه شریکه کړه، له تېرو درېو میاشتو را پدیخوا، پوه شوی وم چې حالات نور له هر بل وخت بدتر شوي دي.))

هغه زياتوي:

((موږ د کابل د مهمانخانو له پټو ناستو، د څو بې همته غلام بچه ګانو له طرحو هره ورځ خبریږو، په تېرو درېو میاشتو کې تهدیدونه د مرګ تر حده رسیدلي وو، ملګرو سره مې اندېښنه شریکه کړي، ما ورته ویل که یوه بله مرکه وکړم، یا لږ ولسي حرکت ته مخه کړم، نو په بې نومه مرګ به له ذهنونو وتوږلی شم، له مرګ وېره او خلاصون نسته، له لوی رب څخه پرته له هیڅ موجوده نه وېره سته او نه هم اندېښنه ورته په کار ده خو ستونزه د ګران وطن د خپلواکۍ، د مظلوم افغان ولس د خلاصون او د روانې غمېزې د حل لټون دی، له همدې امله احتیاط په ځان او ټولو همفکره ملګرو لازمي ګڼم.))

ښاغلي فېض محمد ځلاند خبريال ته وويل:

(زموږ د ښمن د سولې د ښمن دی، زموږ د ښمن د خاموشه اکثریت د غږ د غلي کولو د ښمن دی، موږ ته غل، بلواکی، لنډغر له هر بل چا ښه معلوم دی، نو دښمن هم راته جوت مخامخ ولاړ دی، تر څو مو له مخې لرې کړي.

زموږ مبارزه ولسي ده، د ولس د حق د ملاتړ ده، تاوتریخوالي ته نه لاس غځوو نه ورته څوک هڅوو، هو د خپل د ولس، د ګران وطن حق چاته نه بښو، نه یې ورته پریږدو.))

نوموړى وايي:

((موږ د تېښتې کسان نه یو، کنه د نړۍ داسې ډېر کم هیوادونه به وې چې سفر مو ورته نه وې کړی، خو خپل وطن، خپله خاوره راته جنت دی، همدلته به د حق ملاتړ کوو، همدلته به مرو، همدلته به تر خاورو لاندې کیږو، تل مې زړه په دې ډاډه وې چې که ومرم نو ان شا الله پخپل ګران وطن کې به خښیږم، له دې ستر سکون او ستر نعمت راته په ژوند او مرګ نه تر سترګو کیږي.))

همدا راز فېض محمد ځلاند په مدني فعال خېرالله شينواري د بريد غندنه هم کړې ده او اخطار يې ورکړى دى، چې راتلونکې اونۍ به په معلومو کسانو او معلومو ادارو عريضه وکړو.

خيرالله شينوارى
مدني فعال خيرالله شينوارى تر بريد وروسته په روغتون کې تر درملنې لاندې

هغه وايي، که چا مو غږ وانه ورېده، نو بيا به له رسنيو سره د کسانو نومونه او ادرسونه شريک کړو او بيا دې دوى زموږ د غږ د غلي کولو هڅه وکړي.