fbpx

شیدا محمد ابدالي ځان ولسمشرۍ ته نوماند اعلان کړ

تر ولسمشر غني وروسته په هند کې د افغانستان مخکنی سفیر شید محمد ابدالي دوهم کس دی، چې د ولسمشرۍ له پاره د نوماند کېدو اعلان کوي.

که څه هم په رسمي ډول د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ نه ده پیل شوې، خو تر ولسمشر غنی وروسته شیدا محمد ابدالي دوهم کس دی، چې وايي، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی.

شیدا محمد ابدالي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په را روانو ټاکنو کې نوماند دی او د کندهار له خلکو یې مننه کړې، چې په دغه برخه کې یې د هغه ملاتړ کوي او هڅولی یې دی، چې ځان نوماند کړي.

ښاغلي ابدالي لا نه دي ویلي چې مرستیالان یې څوک دي.

شیدا ابدالي مخکني ولسمشر حامد کرزي ته نژدې کس گڼل کیږي چې ډیره موده یې د ښاغلي کرزي په دفتر کې کار کاوه.

ښاغلي ابدالي تیره میاشت په هند کې د سفارت له دندې استعفی وکړه او دلیل یې دا وښوده چې غواړي په افغانستان کې دننه کار وکړي.

کندهار څانګه