fbpx

د اوبو نه مدیریت یو لوی ناورین دی

افغان ولسمشر د اوبو نه مدیریت یوه لوی  ناورین وباله او له لمریزې او بادي برېښنا پر مټ یې د اوبو څخه په ګټې اخیستنې ټینګارو کړ.

ښاغلي غني دغه څرګندونې تیر ماښام په ارګ کې د نړیوال اقلیم د تغیر اوونۍ په مراسمو کې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې په نږدې راتلونک کې به د آبي برېښنا په پرتله د لمریزې برېښنا بیه راټیټه شي.

په دغه مراسمو کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس شاه زمان میوند وویل، چې د اقلیم بدلون په نړیواله کچه یوه لویه ستونزه ده او افغانستان هم د هغو له خنډونو او زیانونو سره لاس او ګرېوان دی.

نوموړي و ویل، چې د اقلیم له تغیر سره مبارزه یوازې د دوی د ادارې کار نه بلکې د ټولو ادارو، بنسټونو او خلکو مسوولیت دی.

میوندي د حکومت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې که خپله په دې مبارزه کې برخه نه اخلي، نو د حکومت د هغه کارونو پر وړاندې دې د خنډونه نه جوړوي، چې غواړي د چاپېریال ساتنې له پاره ځینې پروژې پلې کړي.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې پوهنځي یوه ځوان زده کړیال له چارواکو د مسوولو کسانو په توګه وغوښتل، چې د چاپېریال ساتنې او نورو برخو کې له ځوانو ظرفیتونو کار واخلي.

په دې مراسمو کې ولسمشر غني له طبعي پانګې ګټه اخیستنه او په دې برخه کې زده کړې د اقلیم په بدلون کې خورا مهمې وبللې او ویې ویل، چې یوازې د معلوماتو لېږدل مسوولیت نه دی، بلکې هر کس باید په دې برخه کې ځان مسوول وګڼي.

ښاغلي غني د چاپېریال ساتنې په برخه کې د اوبو نه مدیریت یوه لویه فاجعه او ناورین وباله او له لمریزې او بادي برېښنا پر مټ یې د اوبو څخه په ګټې اخیستنې ټینګارو کړ.

دغه راز ولسمشر غني د ځنګلونو مدیریت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې ځنګلونه د افغانستان ملي پانګه ده او موږ باید د دغه ملي پانګو تر منځ ځنځیري ارزښت رامنځ ته کړو.

ولسمشر وویل، چې نوې طبعي سرچینې شتون لري خو له هغو څخه ګټه اخیستنې له پاید په بهر کې مېشتو افغانانو او نړیوالو پوهنتونونو سره اړیکې باید رمنځ ته شي، او دغه راز ځوان نسل باید د طبعیت له پاره کار وکړي نه د هغه پر ضد.

کندهار څانګه