fbpx

طالبانو پر جاغوري ولسوالي برید کړی

وسله والو طالبانو د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ بریدونه کړي او جګړه لا هم روانه ده.

د جاغوري امنیه قوماندان  یونس رمضاني ویلي، طالبانو تېره شپه له څلورو خواو پر دې ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.

که څه هم نوموړي تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي خو وایي، جګړه اوس هم روانه ده او که هوايي مرسته ورونه رسېږي ولسوالي به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

په ورته وخت کې د غزني ولایت شورا هم ویلي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه د جاغوري ولسوالۍ په داوود او اچقول کلیو کې روانه ده.

د غزني د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبري وايي، طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیولي چې له امله یې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بیا پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې هوايي ځواک جاغوریو ته رسېدلی او ډېر ژر به وسله وال طالبان وځي.

کندهار څانګه