fbpx

محمد اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا وکړه

د سولې عالي شورا د دارلانشاء رئیس او د ولسمشر سیاسي سلاکار محمد اکرم خپلواک هم له خپلې دندې استعفا وکړه.

ښاغلي  خپلواک پر خپل رسمي ټوېټر لیکلي، چې د کابینې په غونډه کې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه.

نوموړي په خپل استعفا لیک کې له ولسمشر مننه کړې، چې پر ده یې باور کړی و او اوس یې د ده استعفا منلې ده.

خپلواک ویلي« نن مې د کابینې په غونډه کې له خپلو رسمي دندو څخه رسماً استعفا ورکړه، له جلالتماب جمهور رئیس څخه له زړه مننه کوم چې زما استعفا یې ومنله، له رسمي ماموریت ور اخوا زما تعهد او ملاتړ به د سولې په شمول په ټولو ملي برنامو کې له ولسمشر سره د تل په څېر وي.»

خپلواک د خپلې استعفا لامل نه دی په ګوته کړی.

باید و ویل شي دا په تېرو څو میاشتو کې د افغان حکومت څوم لوړ پوړی چارواکی دی، چې له خپلې دندې لاس په سر کېږي.

کندهار څانګه