fbpx

پر TAP برېښنا مزي د پانګونې تفاهمنامه لاسلیک شوه

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ټوټاپ ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي پر لېږد د پانګوونکي هوګړه لیک د افغان حکومت او یوه ترکي شرکت تر منځ لاسلیک شو.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه تړون نن په دلکشا ماڼۍ کې لاسلیک شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ولسمشرغني او لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت او چالیکهولدېنګ ترکي شرکت ترمنځ پر دغه پروژې د پانګونې تړون لاسلیک شو.

سرچینه وایي، دا هوکړه چې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان درې اړخیزې تفاهمنامې په اساس لاسلیک شوې، له تورغونډۍ بندر نه تر سپین بولدک پورې ۷۵۰ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.

په خبرپانه کې راغلي، چې د افغانستان له پاره د مزي ظرفیت زر میګا واټه اټکل شوی دی، چې په دری کلونو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ویل کېږی، چې له دې لارې به ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي.

پر دې سربېره به د هېواد دننه له ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا نه د استفادې تر څنګ افغانستان، پاکستان ته د برېښنا له ترانزیټ څخه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر ګټه هم تر لاسه کړي.

کندهار څانګه