fbpx

پکتيکا کې د يوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

راپورونو په اساس په پکتيکا ولایت کې د ګاز ډبې د بخار له امله د يوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دي.

نور الله چې یادې کورنۍ غړی دی وايي چې تېره شپه په ياد کور کې د ګاز ډبې د بخار له امله چې مېرمنو په ګاز جامې اوتو کولې څلور ماشومان او دوه مېرمنې وژل شوې دي.

هغه وويل چې د کور خاوند په دولت کې دنده تر سره کوله چې د يادې شوې پېښې له امله يې د کور ټول غړي له لاسه ورکړي دي.

ياده کورنۍ چې اصلي د غزني په ولايت پورې تعلق لري، خو تقريباُ له تېرو شپږو کلونو را په دې لوري يې په پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې ژوند کاوه.

د مرکزښرنې د ملکي روغتون د بېړنۍ خونې مسوولین وايي چې دوی ته د يوې کورنۍ د څلورو ماشومانو او دوو مېرمنو جسدونه ور وړل شوي دي چې د ګاز ډبې د بخار له امله وژل شوي دي.

 کابل څانګه