fbpx

افغان حکومت د چابهار په اړه د امریکا د پریکړې هرکلی وکړ

افغان حکومت  د امریکا د هغې پریکړې هر کلی وکړ، کوم چې پر چابهار بندر د بندیزونو په اړه یې کړې ده.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، چې  دا پرېکړه پر دغه موضوع د ولسمشر غني غوښتنې ته د امریکا مثبت ځواب دی.

نوموړی زیاته وي له هغه مهاله چې پر ایران د اقتصادي بندیزونو موضوع راپورته شوه، افغان ولسمشر د چابهار بندر ارزښت په رڼا کې پر دې موضوع څو پړاونو کې له امریکايي ولسمشر سره بحث وکړ.

مرتضوي په خبره  له نیکه مرغه چابهار پر ایران د لګېدلو بندیزونو چوکاټ کې نه راځي.

پّ ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفیر ویلي، افغانستان د ایران پر ضد له امریکايي بندیزونو معاف دی.

نوموړی وايي، افغانستان کولای شي له ایرانه نفتي توکي راونیسي او هغه توکي وارد کړي، چې د بندیزونو نوملړ کې نه راځي.

امریکا د دوشنبې په ورځ پر ایران نوي بندیزونه ولګول چې بې ساري یې بولي.

خو د بهرنیو چارو زیر مایک پمپیو وايي، د افغانستان له پرمختګ سره د مرستې او ایران ته د انسان دوستانه توکو د لار ساتلو لپاره چابهار بندر او د هغه پراختیا بندیزونو کې نه راځي.

د چابهار بندر پروژه د هند په نوښت پلې کېږي چې له مخې یې له دغه بندر تر افغانستان یوه او ایران کې د زاهدان او مشهد ترمنځ بله پټلۍ هم جوړېږي.

له بندیزونو د چابهار پرته یا مستثنا کول په دې مانا دي چې له دې بندر د افغانستان صادرات او واردات دوام لرلی شي او دا ډول ایران له دې لارې خوراکتوکي، درمل، روغتیايي او طبي تجهیزات او کرنیز مواد ترلاسولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغانستان له ایران تېلي مواد هم اخیستلی شي.

د امریکا تازه بندیزونو له کبله د ایران د تېلو صادرات، ټرانسپورټ، بانکونه او د ایران د اقتصاد ټولې مهمې برخې اغېزمنېږي.

د دې پروژې بشپړېدو سره په وچه ایسار افغانستان سمندر ته بله لار پیدا کوي او پر پاکستان یې تکیا کمېږي.

د یاودلو وړ ده چې هند هم هیله لري چې د دې پروژې بشپړېدو سره د افغانستان په مهم سوداګریز ملګري بدل شي او د افغانستان له خاورې خپل توکي منځنۍ اسیا ته ورسوي.

کابل څانګه