fbpx

ننګرهار کې د داعش اړوند دوه پاکستانۍ کورنۍ نیول شوې

چارواکي خبر ورکوي چې د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د داعش خراسان دوه غړي له خپلو کورنیو سره یوځای نیول شوي دي.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د داعش دوه پاکستاني غړي له خپلو کورنیو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې تسلیم شویو کسانو په ډله کې دوه مېرمنې او څلور ماشومان هم شامل دي او وسله والو دوه میله کلاشنکوفونه هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارلي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، تسلیم شوي وسله وال د پاکستان د سوات سیمې اصلي اوسېدونکي دي.

د داعشیانو پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یاد دي وي چې ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.