کور پاڼه / لوبي / افغانستان زمبابوې ته په ١٧ منډو ماته ورکړه

افغانستان زمبابوې ته په ١٧ منډو ماته ورکړه

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د روانو نړيوالو لوبو په لړۍ کې نن په دوهمه شل اوريزه کې هم افغانستان زمبابوې ته په ١٧ منډو ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د لوبې پچه زمبابوې وګټله او افغانستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٥٨ منډې وکړې او زمبابوې ته يې د ١٥٩ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره محمد نبي ډېره ښه لوبه وکړه، چې په ٢٦ توپونو يې د ٤ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ ٤٥ منډې وکړې. محمد نبي په پرونۍ لوبه کې هم ٤٠ منډې کړې وې.افغانستان لوبډله

همدا راز کريم صادق ٢٨، اصغر ستانکزي ٢٧ او نجيب الله ځدراڼ ٢٤ منډې وکړې، خو محمد شهزاد بيا په ١٧ منډو خپله ويکټه له لاسه ورکړه. راشد خان او آفتاب عالم بيا په صفر وسوځېدل.

د زمبابوې لپاره چتارا ٣، جرويس ٢، موزرباني ٢ او کريمر هم ٢ ويکټې ترلاسه کړه.

زمبابوې د ياد هدف پوره کولو کې پاتې راغله او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ٥ ويکټو په تاوان ١٤١ منډې وکړې او د ١٧ منډو په توپير سره يې لوبه وبايېلله.

د زمبابوې لپاره سکندر رضا ٤٠، برل ٣٠ او مسکدزا بيا ٢٩ منډې وکړې.

د افغانستان مخکښو ورو توپ اچوونکو راشد خان او مجيب ځدراڼ دوه دوه لوبغاړي وسوځول او محمد نبي بيا يوه ويکټه ترلاسه کړه.

د افغانستان مخکښ الراونډر محمد نبي د ننۍ لوبې غوره جايزه هم ترلاسه کړه، چې يوه ويکټه يې اخيستې او ٤٥ منډې يې کړې وې. همدا راز نوموړى د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړى هم و.

افغانستان په دوهمه شل اوريزه نړيواله لوبه کې هم زمبابوې ته په ١٧ منډو ماته ورکړه او د ٢ شل اوريزو لوبو لړۍ يې په خپل نوم کړه.

Loading...

بیا وګوره

د آى پي ايل د روانو سياليو مخکښان

د هند تجارتي ليګ يا آى پي ايل چې لومړى پړاو يې پاى ته ورسېد …

کلکتې حېدراباد ته ماته ورکړه او دوهم پړاو ته يې لار ومونده

د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز ترمنځ په نننۍ لوبه کې کلکتې حېدراباد ته …