The news is by your side.

امریکا د سولې طرحې د تطبیق واک افغانانو ته ورکړ

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم امریکا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زلمي خلیلزاد په لاس ولسمشر محمداشرف غي ته په رالېږل شوي لیک کې کوته څنډلې وه، چې نور باید په هر ډول چې وي، د سولې پروسه یو طرفه کړي، خو اوس وايي چې د سولې لپاره د امریکا د طرحې تطبیق او نه تطبیق د افغانانو صلاحیت دی.

رویټر خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې لیکي، چې  په افغانستان کې د جګړې ختمول د افغانانو خپل صلاحیت او امریکا نه شي کولای په دغه برخه کې په چا خپل فکر تحمیل کړي.

سرچینه زیاتوي چې امریکا د افغان سولې لپاره یوازې طرحه لېږلې، چې ددې عملي کول او نه عملي کول د افغانانو صلاحیت ده او هیڅکله به هم خپل فکر پرې تحمیل نه کړي او دا واک له افغانانو سره دی چې خپل راتلونکی پخپله وټاکي.

رويټرز افغان سولې ته په کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نظر په داسې حال کې بیانوي، چې تازه ولسمشر غني ته د یاد وزارت له لوري یو لیک هم استول شوی، چې په کور دننه یې ګڼ غبرګونونه راپارولي.

تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په یوه غونډه کې یاد لیک ته په اشارې وویل، چې له امریکا سره د متقابلو ګټو په اساس مخ ته ځي او هیڅ وخت ورته د هېواد د ګټو پر سر معامله د منلو نه ده.

دا واضح ده چې غني ته په رالېږل شوي لیک کې امریکا د یادې طرحې د تطبیق صلاحیت له افغان حکومت اخیستی و او د اخطار په شکل یې ورته ویلي و چې باید یاده طرحه عملي کړي، تر څو سوله راشي، که نه نو طالبان به خپل بریدونه پیل کړي.

دا چې اوس څنګه امریکا له خپلې خبرې او اخطار څخه په شا شوه، ډول ډول پوښتنې پیدا کوي، چې وخت به یې ځواب کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.