په ننګرهار کې خصوصي پوهنتونونو ته دولتي ځمکې ورکول کېږي.

په ننګرهار کې د الفلاح خصوصي پوهنتون د شپږمې او اوومې دورې په فراغت غونډه کې د ننګرهار والي په دغه ولایتونو کې خصوصي پوهنتونونو ته د دولتي ځمکو د ورکړې خبره وکړه.

الفلاح خصوصي پوهنتون په یاده فراغتغونډه کې شاوخوا (۷۵۰) محصلینو ته د فراغت سندونه ووېشل، چې (۱۶) یې ښځینه زده کړیالانې دي.

د ننګرهار والي وویل: خصوصي پوهنتونونه باید له دولتي پوهنتونو سره په اړیکه کې وي او له یو بل سره همکاري وکړي.

همدا شان نوموړي ژمنه وکړه چې خصوصي پوهنتونونو ته به ځمکې ورکړي او د غاصبینو له منګولو به یې وژغوري.

 

د ننګرها والي زیاته کړه؛ د فساد په له منځه وړلو کې مو اساسي اقدامات کړي خو په بشپړه توګه مو له منځه نه دی وړی.

نوموړي د کالدارو د بندښت په اړه له ولسونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل: دا د هر فرد مسوليت چې افغانۍ مروج شي او د کالدارو له چلند څخه ډډه وکړي.

د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد اسمعیل یون غونډې ته په خپله وینا کې پر والي غږ وکړ چې دولتي ځمکې دې پر خصوصي پوهنتونو ووېشي تر څو اکاډمیک مرکزونه لا پیاوړي او دولتي ځمکې له عصب څخه وژغورل شي.

نوموړي زیاته کړه؛ خصوصي پوهنتونونو ته دې مالیه معاف او حکومت دې یې د لا پیاوړي کېدا لپاره ملاتړ وکړي.

یون له ننګرهار والي او مرکزي حکومت څخه د ننګرهار اسلامي پوهنتون په اړه وغوښتل چې یاد پوهنتون د ختيځوالو حق دی او باید همدلته جوړ شي.

الفلاح پوهنتون تر دې دمه په (۷) دورو کې زرګونه فارغ محصلین ټولنې ته وړاندې کړي دي

 

راپور:فياض حميدي