د ننګرهار حق غوښتنې خېمې شپږمه ورځ

د ننګرهار حق غوښتنې خېمې شپږ ورځې  وشوې خو تر اوسه یې له مرکزي حکومت څخه مثبت ځواب نه دی اورېدلی.

د ننګرهار حق غوښتنې خېمې ګډونوال له حکومت څخه د د برېښنا دایمې حل او په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون جوړېدو غوښتنه کوي.

دوی چې د ننګرهار ولایت مقام مخې ته له شپږو ورځو راهیسې د اعتراض خېمه درولې، وايي چې تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې تر څو یې مرکزي حکومت مشروع غوښتنې نه وي منلې..

دې خېمې ته هره ورځ لسګونه مشران او ځوانان راځي او د معترضینو غږ بدرګه کوي..

د ننګرهار برېښنا تارونه له شاوخوا یوې نیمې مياشتې راهيسې په لغمان بادپښ ولسوالۍ کې د وسلوالو له لوري پرې شوي او تر اوسه نه دي تړل شوي.

د لغمان والي د یادې ستونزې حل په اړه وویل چې غواړي دې موضوع ته د ولسونو پر مټ دایمي حل وګوري، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.

نوموړي د دې ستونزې اصلي لامل هغه کسان یاد کړل چې په لومړيو کې یې د برېښنا تارونه د بادپښ له ناامنه سیمې څخه تېر کړل.

د ننګرهار پخوانی مرستيال والي محمد حنیف ګرديوال هم دې خېمې ته د معترضینو د غږ بدرګه کولو لپاره راغلی و او ویې ويل: اسلامي پوهنتون د ختيځوالو حق دی او هېڅوک دې یې له دوی څخه د اخیستلو هڅه نه کوي.