The news is by your side.

ښځينه ددې څو هنرونو له لارې پخپل خاوند هره خبره مني

خبريال ویبپاڼه- هغه ښځې چې واضح او سپینه خبره کوي ډېر وخت په دې باندې بريالۍ کېږي چې خپله خبره په خاوند باندې ومني، ځکه نارينه ډېر په کنايو او شېفرو باندې نه پوهیږي، له همدې کبله کله چې ښځينه ورته سپينه خبره وکړي نو دوی هم واضح ځواب ورکوي، خو که يوه ښځه داسې وکړي چې نيم وخت نه دې کې تېر کړي چې غواړي خپل خاوند په اشارو باندې پوه کړي نو بيا ډیره فاصله پاتې ده چې خاوند يې ددوی خبره ومني.

داسې مېرمنې چې ډېر وخت خپل خاوند د بل چا سره نه مقايسه کوي او که کوي يې هم دداسې يو چا سره يې کوي چې تر خاوند یې مقام ټیټ وي ډېر وخت په دې باندې بريالۍ کېږي چې خپله هره خبره په خپل مېړه باندې ومني.

کله مو چې د خاوند اقتصادي حالت ښه نه وي او تاسې ترې کومه غوښتنه مطرح کړی دا نو د هغه لپاره ډېر بد وخت دی، نارينه داسې مېرمنې زر قبلوي چې ددوی څخه په داسې وخت کې غوښتنه وکړي چې پوهیږي اوس ورسره کافي بوديجه يا پيسې شته دي.

په ورځنيو چارو کې د مينه ناکو کلمو کاروونکې مېرمنې تل پخپل خاوند باندې بر لاس لري، دا ډول مېرمنې د ورځې په جريان کې تل د خپل مېړه سره د جار، قربان، جانم او داسې نورو کلمو څخه کار اخلي، ددوی خاوندان ددوی ددې خبرو سره دومره عادت کوي چې د يوې ورځې لپاره هم ددوی کمښت نشي حس کولي له همدې کبله نارينه ددې ډول مېرمنو خواهش په اسانۍ نشي رد کولای.

نارينه هڅه کوي د خپل کور او ژوند لپاره ډېر څه وکړي، د همدې لپاره سخت کار کوي، خو همدا دوی بيا د خپلو مېرمنو څخه تمه لري چې ددې هڅو قدرداني یې وشي، له همدې امله هغه ښځې چې ددوی د هر کار حتی کورته د يوې ډوډۍ د راوړلو لپاره هم مننه کوي، د خپل خاوند په وړاندې خپل قدر ډېروي او خاوند ته دا حس ورکوي چې مېرمن يې دده له هڅو او کار څخه ډیره خوښه او راضي ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.