مسعود : ملي ائتلاف به ډېر ژر د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل کاندید معرفي کړي

د افغاستان د لوی ملي ائتلاف مشرتابه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د احتمالي کاندیدانو یو نوملړ جوړ کړی دی.

دا څرګندونې نن دیوې د خبرې غونډې پرمهال د لوی ملي ائتلاف غړي احمد ضیا مسعود وکړې.

مسعود زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به راتلونکو ټاکنو ته خپل کاندید معرفي کړي او ټینګار یې وکړ چې د ولسمشری نوماند به یې یوازې د لوی ملي ائتلاف له منځه وټاکل شي.

د نوموړي په وینا، د لوی ملي ائتلاف په طرحه کې د ولسمشر لپاره درې مرستیالان او همداشان د لومړی وزیر لپاره هم درې مرستیالان په پام کې نیول شوي دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال په وري یا حمل میاشت کې ترسره شي.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ۱۳۹۸ د وري یا حمل میاشتې ۳۱ مه نیټه ټاکلې ده.

کابل څانګه