The news is by your side.

افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه ورځ په ورځ کمېږي

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان مرکزي بانک وایي، افغانستان ته یې د صادراتو کچه ورځ تر بلې په کمېدو ده.

دوی زیاتوي، چې وړم کال یې په همدې موده کې افغانستان ته د ۶۳۳ میلیونو ډالرو په اندازه صادرات لرل، خو سږ کال دا شمېره ۵۴۳ میلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده چې د تېر په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

سره له دې چې د تېر کال په پرتله اوس افغانستان ته د صادراتو کچه کمه شوې ده، بلکې ورځ تر بلې دغه کچه کمېږي او دا مهال څوارلس اعشاریه دیارلس سلنه کې ولاړه ده.

پاکستان دغه راز ویلي دا هم ویليچې له افغانستان یې د وارداتو په کچه کې هم کموالی راغلی دی.

 د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري تل د پاکستاني حکومت د ناسمو سیاستونو له امله له ستونزو سره مخ کېږي او د پاکستان د غیر قانوني اقداماتو له امله کله ناکاله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیانونه هم اوړي.

که څه هم د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ چارواکو وخت پر وخت ناستې کړې دي خو تر اوسه افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې له پاکستان سره ګڼې ستونزې لري.

دغه ستونزې داسې نه دي چې یوازې یې افغانستان ته زیان رسېږي، بلکې پاکستان هم پکې زیان ويني چې ښه بېلګې یې اوس د صادراتو او وارداتو د کچې کموالی دی.

د اقتصادي چارو د شنونکو په باور، پاکستان له افغانستان او افغانستان له پاکستانه د سوداګرۍ په چارو کې چاره نه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ لازم سوداګریز ارتباط دوه اړخیزې ګټې لري، ځکه افغانستان تر اوسه د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې ځان بسیاینې ته نه دی رسېدلی او پکار دا ده چې د سیمې هېوادونو او په ځانګړي ډول پاکستان سره ښې اړیکې ولري.

خو لویه ستونزه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ناسمو سیاسي اړیکو شتون دی، تر هغو چې افغانستان او پاکستان سیاسي اړیکې سمې نه کړي اقتصادي اړیکې سمون نه خوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.