fbpx

ډېر ژر به د ولسمشرېزو د ټاکنو مهالوېش اعلان شي

د ولسمشريزو د انتخاباتو مهالوېش به نن یا د شنبې په ورځ اعلان شي.

دا څرګندونې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند او غړي سیدحفیظ الله هاشمي  له رسنیو سره په خبرو کې ویلي.

هاشمي په خبره د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د مهالوېش مسوده چمتو شوې ده.

نوموړی وایي همدا چې د کمېسیون له خوا تصویب شي نن یا سبا د افغانستان خلکو ته رسماً اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي و چې د جمهوري ریاست انتخابات به د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱مه نېټه ترسره شي.

د دې کمېسیون مرستیالې وسیمې بادغیسي د تېرې جمعې په ورځ وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم‌لیکنې بهیر به د قوس یا لیندۍ په ۲۴ پیل او د مرغومي یا جدي تر ۹ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

 کابل څانګه