fbpx

جرمني له افغان پولیسو د ۱۰۰۰ زغره لرونکو واسکټونو مرسته وکړه

چارواکي وايي د جرمني حکومت د کابل له پولیسو سره د ۱۰۰۰ زغره لرونکو واسکټونو مرسته کړې ده.

د کابل امنیه قوماندان جنرال سید محمد روشندل رسنیو ته د خبرو په مهال وویل، دا زغره لرونکي واسکټونه پرون دوی ته وسپارل شول.

ښاغلي روشندل زیاته  د جرمني دا مرسته د کابل د پولیسو د ساتنې لپاره خورا اغېزمنه بولي او وايي چې د عامه امن او نظم پولیس او د چټک غبرګون د قطعو سرتېري به له هغو څخه کار واخلي.

روشندل په وینا د جرمني حکومت تل له افغان پوځ او پولیسو سره دغه ډول مرستې کړې دي او په دې سره یې د خلکو په امنیت او ساتنه کې ونډه اخیستې ده.

کابل څانګه