fbpx

ننګرهار کې ۴وسله وال وژل شوي

ديو سرګروپ په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول
دننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي,چې تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند د وزیرو ټټنګ سیمه کې عملیات ترسره کړي ، چې په پايله کې ديو سرګروپ په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په وژل شويو کسانو کې سرګروپ حضرت ،جميل مشهور په غورځنګ،ميرويس او خانيم الله پکې شامل دي.
په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم مالی او ځانی زيان ندي اوښتي.

 

کندهار څانګه