fbpx

ساهو ځوانان: د افغانستان نړيوال بانک دې زموږ د کار مخه نه نيسي

د ساهو ځوانانو ټولنې غړو يوه عاجله غونډه وکړه او ټولو په شريکه د افغانستان نړيوال بانک دا کار وغانده، چې د هغه ځوانانو بانکي حسابونه تړي، کوم چې انلاين کارونه کوي او وې ويل چې د دې کړنې معنا دا ده، چې بانک زموږ د کارونو مخه نيسي.

د ساهو ځوانانو ټولنې مشر رحمت ديوان وويل، په افغانستان کې لسګونه کسان په انټرنېټ انلاين کار کوي او د خپل ژوند ټولې چارې او اړتياوې له همدې لارې پوره کوي، همدا راز ډېرى ځوانان همدا اوس لګيا دي او په دې هڅه کې دي، چې په انټرنېټ انلاين کار پيل کړي، خو په داسې وخت کې بيا بانکونه د هغه ځوانانو حسابونه تړي، چې کومو ته له ګوګل او نورو ادارو څخه قانوني پېسې راځي.

نوموړي زياته کړه، چې بانک له دوى سره اساسي ستونزه نه شريکوي او غواړي چې اکاونټونه يې وتړي، هغه وويل چې دا کار سم نه دى او دوى به خپل غږ لوړو مقاماتو ته ورسوي، تر څو د دې کار مخه ونيسي او هېڅوک پرې نه ږدي، چې هغوى د ځوانانو د کارونو مخه ډب کړي.

ښاغلي ديوان زياته کړه، يوې خواته په هېواد کې بېکاري هسې هم ورځ تر بلې زياتېږي، بل خوا چې بيا کوم ځوانان په خپله وړتيا دا هڅه کوي، چې په انټرنېټ انلاين پېسې ګټي او خپل هېواد ته يې راوړي، د هغه ځوانانو په وړاندې هم اوس ستونزې راولاړېږي او نه پرېښودل کېږي، چې خپل کارونه په سم ډول ترسره کړي.