fbpx

د هوايي ډګر کارکوونکي وايي، اسراييلي الوتکه پاکستان ته راغلې وه

پاکستان د اسراييلي الوتکې په راتګ که څه هم د پاکستان حکومت هڅه وکړه چې له دې خبرې انکار وکړي او خلکو ته وښايي، چې پاکستان ته هېڅ اسراييلي الوتکه نه ده راغلې، خو اوس يو ځل بيا دا کيسه بربنډه شوه، چې اسراييلي الوتکه پاکستان ته تلې وه.

د پاکستان د نور خان هوايي ډګر يو پيلوټ او کارکوونکو Middle East Eye وېبپاڼې ته منلې ده، چې د اکتوبر په ٢٤ نېټه يوه اسراييلي شخصي الوتکه نور خان هوايي ډګر ته راغلې وه. نور خان هوايي ډګر د پاکستان پوځي هوايي ډګر دى.

د نور خان هوايي ډګر يوه پيلوټ او دوه نورو غړو يادې وېبپاڼې ته ويلي دي، چې دوى وليدل چې يوه اسراييلي الوتکه د اکتوبر په ٢٤ په هوايي ډګر کې راښکته شوه، يو موټر راغى او په الوتکه کې راغلي کسان يې بوتلل، چې بيا څو ساعته وروسته بېرته په هماغه موټر کې هوايي ډګر ته راغلل او الوتکه بېرته لاړه.

خو د Middle East Eye وېبپاڼې په وينا، تر ټولو مهمه پوښتنه اوس هم بې ځوابه پاتې ده، چې اسراييلي الوتکې په پاکستان کې څه کول؟ په اسراييلي الوتکه کې پاکستان ته څوک راغلي ول؟ او يادو کسانو ١٠ ساعته په پاکستان کې له چا سره وليدل او څه يې وکړل؟ په داسې حال کې چې پاکستان او اسراييل سره سفارتي اړيکې نه لري.

دا هم ولولئ: د اسراييل صدراعظم په پټه د پاکستان دوره کړې

خو ډېرى آوازې داسې دي، چې په دې پټه ليدنه کې د اسراييل صدراعظم نيتن ياهو پاکستان ته سفر کړى و، ځکه چې همدغه الوتکه چې له تل ابيب څخه اسلام اباد ته تللې وه، له اسلام اباد څخه عمان ته راغله، چې هلته نيتن ياهو د عمان له پاچا سره وليدل او په بله ورځ د همدغه ليدنې په اړه نيتن ياهو په خپله له خپل ټويټر اکاونټ څخه انځورونه خپاره کړل.

همدا لامل دى، چې ويل کېږي چې اسراييلي صدراعظم نيتن ياهو په پاکستان کې لس ساعته وخت تېر کړى دى او هلته يې د پاکستان صدراعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د پاکستان ولسمشر عارف علوي او نورو لوړپوړو چارواکو سره ليدنه کړې ده.

په دې ليدنه کې د نيتن ياهو سره د هغه مېرمن او نور لوړپوړي چارواکي هم يو ځاى ول.

د پاکستان حکومت د اسراييلي الوتکې له ورتګ څخه انکار کړى و، خو په پاکستان کې خبريالانو، سياستوالو او نورو خلکو له حکومت څخه غوښتنه کړې وه، چې بايد خلکو ته سپيناوى ورکړي، چې اسراييلي الوتکې په پاکستان کې څه کول او په دې الوتکه کې څوک راغلي ول.

پاکستان اسراييل تراوسه پورې په رسميت نه دى پېژندلى او همدا لامل دى چې د پاکستان په پاسپورټ څوک اسراييل هېواد ته سفر هم نه شي کولاى، خو پاکستان په پټه تل هڅه کړې ده چې له اسراييل سره اړيکې جوړې کړي. په ځانګړې توګه د جنرال پروېز مشرف په وخت کې، پروېز مشرف په خپلو مرکو کې هم بيا بيا د دې خبرې يادونه کړې وه، چې اسراييل سره د دوى اړيکې جوړول د دوى په ګټه دي.

دا هم ولولئ:

پاکستان کې (د مېرمنو د تبادلې) پروګرامونه کېږي

پاکستان له روس سره پوځي اړيکې پياوړې کوي

هند: که پاکستان له ترهګرۍ لاس وانخيست، غاښونه به يې ورمات کړو

همدا راز د پاکستان پخوانى ولسمشر او د پوځ مشر ضياء الحق هم يو وخت د اسراييلو لپاره په فلسطين کې جنګېدلى و او د اسراييلو په وينا يې په زرګونو فلسطينيان وژلي و، چې بيا ورته د اسراييلو حکومت ډېر درناوى ورکړى و.

په يوه راپور کې دا هم ويل شوي، چې د پاکستان د پوځ لوړپوړي جنرالانو څو څو ځل په تل ابيب او اسلام اباد کې د اسراييل هېواد د استخباراتي ادارې (موساد) له مشر او غړو سره پټې ليدنې کړي دي.

همدا راز د افغان جهاد پر مهال چې مجاهدينو ته کومه وسله پاکستان ورکوله، هغه ټوله وسله به اسراييل پاکستان ته ورکوله او پاکستان به بيا په افغانستان کې جنګېدونکو جنګياليو ته ورکوله.

Loading...