fbpx

نن د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلانېږي

ټاکل شوې چې نن شنبه به د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او پر ټاکنو د څار بنسټونو د یادو ټاکنو په اړه له کمېسیون سره خپلې غوښتنې او نظرونه شریک کړي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم په پام کې نیولي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې غړی عزیز ابراهیمي وايي، د ولسمشریزو ټاکنو له‌پاره به د نوماندانو د نوم‌لیکنې بهیر د قوس په ۲۴مه پیل او د جدې تر لومړۍ نېټه به دوام وکړي.
نوموړی ډاډ ورکوي چې د یادو ټاکنو ل‌پاره بشپړ تیاری نیول شوی او د راتلونکې وري میاشتې په ۳۱مه نېټه به وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې وړاندې د ولسي جرګې ټاکنو په اړه هم د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی و، خو بیا یې هم یادې ټاکنې مدیریت نه‌کړې چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، نوماندانو او عامو خلکو خوله یې ځان‌ته راواړوله.