fbpx

ټهګز آف هندوستان فلم نوى ريکارډ جوړ کړ

د هندي سينما د نوموتو ستورو عامر خان او اميتاب بچن نوي فلم ((ټهګز آف هندوستان)) د هندي سينما په تاريخ کې نوي ريکارډونه جوړ کړل.

تېره ورځ نندارې ته وړاندې شوي فلم ((ټهګز آف هندوستان)) که يوې خواته فلمي کره کتونکي او ليدونکي متاثره نه کړل، او دوى وويل، چې ټهګز آف هندوستان يو کمزورى فلم دى، خو د ډېرو نيوکو نه پرته هم ياد فلم زياتې پېسې وګټلې او نوى ريکارډ يې جوړ کړ.

ټهګز آف هندوستان فلم د نندارې ته وړاندې کېدو په لومړۍ ورځ ٥٢ کروړه او ٢٥ لکه هندي روپۍ وګټلې، چې دا يو نوى ريکارډ دى. له دې مخکې د هندي سينما په تاريخ کې کوم فلم په لومړۍ ورځ دومره پېسې نه دي کړي. همدا راز د دېوالي په ورځ هم ((ټهګز آف هندوستان)) هغه فلم شو، چې زياتې پېسې وګټلې. له دې فلم وړاندې د سلمان خان فلم ((پرين رتن دهن پايو)) د ديوالي په ورځ ٣٩ کروړه او بيا ((باهو بلي)) ٤٠ کروړه هندۍ روپۍ ګټلې وې.

بلخوا د ٥٢ کروړه او ٢٥ لکه هندي روپيو ګټلو سره ټهګز آف هندوستان د روان کال هم تر ټولو زياتې پېسې ګټونکى فلم شو، له دې فلم مخکې چې کومو فلمونو په لومړۍ ورځ زياتې پېسې کړي دي، په هغې کې ((سنجو)) په لومړۍ ورځ ٣٤ کروړه او ٧٥ لکه، ((ريس ٣)) ٢٩ کروړه او ١٧ لکه، ((ګولډ)) ٢٥ کروړه او ٢٥ لکه او ((باغي ٢)) بيا ٢٥ کروړه او ١٠ لکه هندي روپۍ ګټلې وې.