fbpx

افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ یو ګډ کمېسیون جوړیږی

ازبک چارواکي وایي، په پام کې ده، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان تر منځ یو ګډ کمېسیون جوړ شي.

د ازبک چارواکو په وینا دغه  کمېسیون په سیمه کې د اقتصادي او بنسټیزو پروژو د ملاتړ او همکارۍ له پاره جوړېږي.

دغه څرګندونې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف بروکسل کې د افغانستان د مسایلو څېړلو په یوه غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان کولای شي، په سیمه کې د اقتصادي او بنسټیزه پروژو د ملاتړ او همکارۍ یو ګډ کمېسیون رامنځ ته کړي.

د هغه په وینا دغه کمېسیون به د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه والي او دغه راز د زرګونه کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو په برخه کې اغېزمن تمام شي.

د افغانستان له پاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ایرګاشیف وايي، ازبک پلاوی د دغه طرحو په اړه د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو سره هم خبرې اترې کړې دي.

عصمت الله ایرګاشیف وايي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د دې ګډ کمېسیون او د اقتصادي او بنسټیزو پرو څخه هرکلیکړی دی.

کندهار څانګه