fbpx

د مسکو غونډې په اړه د بهرنیو چارو وزارت عکس العمل

د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو د غونډې په اړه عکس العمل وښود.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان حکومت له هر هغه هېواد څخه هرکلی کوي چې د سولې د خبرو اترو په برخه کې له افغانستان ملاتړ کوي، او همداراز د افغانانو په مالکیت او مشری یې د سولې پر بهیر ټینګار کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د مسکو غونډه د (مسکو فارمټ) له غونډو سره تړاو نه لري ځکه د مسکو فارمټ په چوکاټ کې مخکینی ناستې د خپلواکو هېوادونو ترمنځ جوړه شوې وه چې پکې د افغان حکومت استازو هم ګډون کړی و، خو په نننی غونډه کې یې د طالبانو استازي هم دعوت شوي؛ د اصولو له مخې او د تاشکند او د کابل پروسې د تېرو غونډو د پرېکړو په اساس باید افغان حکومت او د طالبانو استازي  مخامخ خبرو ته کښېني.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې افغان حکومت، د کابل او تاشکند غونډو د منل شویو اصولو په اساس، چې بنسټ یې ملي او بین المللي اجماع دی، د سولې پروسې په پرمخ بیولو ټینګار کوي او له همدې امله یې مسکو غونډې ته هېڅ استازی نه دی استولی.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د سولې عالي شورا د یو ملي او غیر دولتي بنسټ په توګه د روسیې په بلنه په دغه غونډه کې ګډون کړی دی؛ افغان حکومت هیله من  دی چې د افغانستان او روسیې د هوکړې له مخې، دغه ناسته به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخو خبرو ته لاره هواره کړي .

کندهار څانګه