fbpx

زه دې مړی ژاړم، ته مې خولې پورې خاندې

موږ د کومې زمانې کوم مخلوق یو؟

موږ د کوم عقيدې خلک یو؟

موږ د کوم منطق خاوندان یو؟

موږ د کوم ډول ضمير څښتنان یو؟

ایا موږ اسلامیت ته ژمن یو؟

ایا موږ پښتونولۍ ته ژمن یو؟

ایا موږ انسانیت ته ژمن یو؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي چې له تېرې ورځې راهيسې زما په زړه کې ګرځي، یو سپین ږيری مشر د خپل نسل د بقا او ښېرازۍ لپاره د یو وسلوال مخ ته جولۍ غوړوي، د هغه هر ډول نازونه پر ځان وړي، خو پنځه زره کلن ملت یې یوازې دې پورې خاندي چې د پښتو ادبیاتو ماستر د انګلیسې ويلو پر مهال پوښتنه وکړه: ((تقسیم اوقات ته په انګلیسي کې څه وايي؟)).

د (حاجي دین محمد)  هغه خوښي او موسکا نه ګوري چې  د احتمالي سولې له امله يې په څهره کې برېښي، د هغه په ماته ګوډه انګلیسي دې جملې ته پام نه کوي چې په ډېر ویاړ وايي: ((که سوله راشي امریکایان به حتمي وځي)) خو یوازې یو ټکی یې هغوی ته عیب ښکاري چې نه اسلامیت ته ژمن دي، نه افغانیت ته او نه پښتونولۍ ته.

موږ کوم لور ته روان یو؟ څه کوو او څه نه کوو؟ دا خو د یو پښتون صفت نه دی چې خپل مشر سپينږي پورې د توهين خوله وازه کړي، دا خو د یو مسلمان صفت نه دی چې سپین ږيری دې په سپکو یاد کړي.

خو دا خاصیت حتمي زموږ دی چې خپل مشران په ژوندوني سپک او په مړينې وستایو، دا حتمي زموږ خاصیت دی چې د هغه چا خولې پورې وخاندو چې زموږ مړی ژاړي، دا حتمي زموږ خاصیت دی چې منفي پرېکړې او منفي فکرونه وپالو، دا حتمي زموږ خاصیت دی چې په هر مثبت کار کې منفي ټکي ولټوو، دا حتمي زموږ خاصیت دی چې د سولې لپاره هر پورته شوی ګام تخریب کړو.

زه د هغوی پر حال یو ځل افسوس کوم چې په شعوري ډول دا ډول کارونه ترسره کوي، خو د هغوی پر حال سل ځله افسوس راځي چې د درک، شعور او فکر کچه یې دومره ټيټه وي چې په ناشعوري ډول ترې د دښمن په ګټه کارونه ترسره کېږي.

حاجي دین محمد هلته نه د انګلیسي ازموینې لپاره تللی او نه د انګلیسي سیالۍ لپاره، بلکې هغه د دې او راتلونکي نسل د ژوند لپاره امن او سوکالي غوښتله او دا خوښي یې په څهره او خبرو کې برېښېده.

د افسوس ځای دی چې ځینو تعلیم یافته (!) او پوهو ځوانانو هم د نوموړي د تمسخر لپاره ډېر کار وکړ او د انسانيت او سړیتوب معیار یې انګلیسي وګرځوله، خو سړیتوب په خپله ژبه کې دی، نه په انګلیسي کې، ځکه خو  ستر خوشحال خان بابا څلور پېړۍ وړاندې ویلي:

زده کول د پردۍ ژبې که کمال دی

خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

دا ځوانان په دې نه پوهېږي چې پر حاجي صیب دین محمد تېره ده اوس زما مړی ژاړي او زه یې خولې پورې خاندم.

لیکوال : فیاض حمید