fbpx

د ملي اردو د څلورمي پلي ليوا لپاره نوی قوماندان وټاکل شوه

اروزګان کې د ملي اردو د څلورمي پلۍ ليوا لپاره ډګروال عبدالولی حقمل د نوی قوماندان په توګه وټاکل شوه.
نوموړی د شنبې په ورځ د يو ځانګړو مراسيمو پرمهال چې د اروزګان د څلورمي پلۍ ليوا قومندانۍ کې نيول شوه وه د اردو سرتيرو او منسوبینو ته وروپيژندل شوه.
ډګروال عبدالولی حقمل له دي وړاندي په کندهار،هلمند،او کاپیسا کې په نظامي برخو کې دندي ترسره کړي دي.
له دي وړاندي په اروزګان کې د څلورمي پلۍ ليوا قوماندان جنرال رحمت شاه قيمتي وه.
په ټولو کې د اروزګان د خلګو غوښتنې دادي چې دغه ولايت ته دي د پوليسو د قومنداني او په دغه ولايت کې د ملۍ اردو د څلورمي پلۍ ليوا لپاره داسي کس د قومندان په توګه وټاکل شي چې د امنيه په ښه کولو کې ښه رول ولوبه وي.

خبریال :احسان الله ولسمل