fbpx

ولسمشرغني د دوشي- بامیان سړک جوړولو کار پرانیست

ولسمشرمحمداشرف غني بامیانو ولایت ته د خپل سفر پر مهال په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او یو شمېر وزیرانو یې ملتیا کوله نن سهار د دوشي- بامیان سړک د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مراسمو کې د فواید عامې وزیر یما یاري خبرې وکړې وې ویل، د دوشي-بامیان سړک ۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري ۲۷ میلیون ډالره لګښت پرې راځي او د نړیوال بانک له لورې تمویلېږي او د هغه سړک شپږمه برخه ده چې بامیان د بغلان له دوشي سره نښلوي او په عین حال کې پرې د بغلان له لورې هم کار جریان لري، خو د پنځمې برخې کار یې په تدارکاتي پروسه کې قرار لري.

هغه زیاته کړه، په بامیانو ولایت کې په مجموعي ډول ۲۸ پروژې تر کار یا هم په تدارکاتي پړاونو کې قرار لري، مجموعي لګښت یې څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ کېږي چې په څو کلونو کې تطبیقېږي.

خبرپاڼه لیکي ښاغلي غني د بامیانو خلکو ته د دوشي-بامیان سړک د جوړولو د پیل د مبارکۍ تر څنګ ویل، مرکزي افغانستان د انزوا د نقطې پر ځای د افغانستان په خوځنده زړه بدلېږي. هغه زیاته کړه، هیله ده په هره میاشت او هر کال کې د دې شاهد واوسۍ چې دا ژمنې په عمل کې پلې کېږي.

ولسمشر غني هغه زیاته کړه: مهمه دا ده په هر قیمت چې کېږي ګردن دېوال ته ورسېږو، خو زموږ تر ټولو مهم کار د مزارشریف- کندهار اتصال دی چې د شمالي دهلېز په نامه یادېږي.

ښاغلي غني وویل، که څه هم چې دا څو بینادي کورېدورونه له یوې خوا د ملي یووالي او د ملي اقتصاد د ایجاد ضامن دي، خو بل پلو بیا ټول افغانستان له یوه بل سره نښلوي چې زموږ دا ارتباط د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل د نقطې په توګه هم تامینېږي.

کابل څانګه