fbpx

بامیانو کې یوه ځانګړې پوځي قطعه جوړېږي

ټاکل شوې د بامیانو د امنیت او دغه راز د سړک جوړونې پروژو د ستانې او ځانګړو عملیاتو له پاره په دغه ولایت کې یوه ځانګړې پوځي قطعه جوړه شي.
د دغه قطعې د جوړېدو خبره ولسمشر محمد اشرف غنی بامیانو ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره په ناسته کې کړې او د هغه د جوړېدو حکم یې ورکړی دی.

ښاغلي غني هلته د خبرو پر مهال ویلي، چې د بامیانو د امنیت، د سړک جوړونې پروژو په ځانګړي ډول د شکاري درې پروژې او د ځانګړو عملیاتو له پاره د یوې ۴۴۳ نفري پوځي قطعې د جوړېدو حکم یې ورکړی، چې د ملي امنیت په چوکاټ کې به وي.

دغه راز ښاغلي غني د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بېګ ته سپارښتنه کړې، چې دوهمې درجې ته د بامیانو د لوړولو کارونه چټک کړي.

ښاغلي غني قومي مخورو ته خبرو کې دا هم و ویل، چې په بامیانو پوهنتون کې د طب پوهنځۍ د جوړېدو په اړه یې د لوړو زده کړو وزیر ته هم سپارښتنه کړې او هغه په دې اړه خپل کارونه پیل کړي دي.

همدارنګه ولسمشر غني د ښاري میثاق له لارې په بامیانو ولایت کې د ۶۴ بابه ښوونځیو د جوړېدو او دغه راز د پوهنې ریاست د ودانۍ جوړولو ژمنه هم ورکړې ده.

ولسمشر بامیانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دوشي – بامیانو سړک جوړونې چارې هم پیل کړې او هغه یې د سالنګ د لارې ښه بدیل یاد کړ.

نوموړي وویل، چې له دې کار څخه تر ټولو مهمه موخه دا ده، چې شمال له مرکزي سیمو او دغه راز له جنوب سره ونښلول شي.

 

کندهار څانګه