fbpx

ولسمشر غني له زلمي خلیلزاد سره په ځینې مهمو مسایل په خبرې وکړې

افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ځینې مهمو مسایل په خبرې وکړې.

له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد ولسمشر غني ته د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې د هلو ځلو لپاره د سیمې ځینوهېوادونو ته د بیا ځلي سفرونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او  وې ویل، له دغو سفرونو وروسته به کابل ته د راتګ پرمهال د خپلو سفرونو د پایلو راپور له جمهور رئیس سره شریک کړي.

خبرپاڼه وايي چې ښاغلي غني د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هلو ځلو څخه په مننې وویل، موږ د افغانانو په مالکیت او مدیریت د بین افغاني مذاکراتو په برخه کې د هر اقدام هرکلی کوو.