fbpx

حکمتیار او جنرال دوستم پر ولسمشرۍ ټاکنو خبرې کړې

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشر غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي.

د ښاغلي حکمتیار او ښاغلي دوستم لیدنه تېره شپه سره لیدلي دي.

ویل کېږي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د نورو مسایلو تر څنګ د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه هم بحث او خبرې کړې.

د حکمتیار رسنیز دفتر هم د دغه لیدنې پخلی کړی خو په اړه یې جزیات نه دي په څرګند کړي.

خو د جنرال دوستم د دفتر رییس عنایت الله بابر فرهمند وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پر شفافیت او راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو خبرې کړي دي.

د فرهمند په وینا د خبرو مهم ټکی دا و، چې څنګه وکړای شي، د سیاسي ګوندونو او سیاسي جریانونو یو ګډ ټیم د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه بحث او نظریات سره تبادله کړي.

حکمتیار او دوستم پر داسې مهال د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خبرې کوي، چې ټاکل شوې په څو ورځو کې د ولسمشرۍ ټاکنو زماني مهال وېش رسمآ د کمېسیون له خوا اعلان شي.

کندهار څانګه