fbpx

بادغیس کې ۱۳ وسله وال وژل شوي

کورنیو چارو وزارت بادغیس ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دریو قوماندانانو په ګډون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تېره شپه د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې جګړه شوې ده.

خبرپاڼه کې لیکل شوی، چې په دې جګړه کې د دریو قوماندانو او یوه ماین جوړونکي په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په جګړه کې دوه پولیس هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، خو ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

کندهار څانګه