fbpx

د مهمو قومندانانو په ګډون ۳۲ وسله وال وژل شوي

دهلمند ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هلمند ولايت په کجکي، سنګين او ناوې ولسواليو کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د جلا-جلا ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د دوه مهمو مشرانو په ګډون ۳۲ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

د اووم کنډک ځانګړو ځواکونو دوه ورځې وړاندې د کجکي ولسوالۍ زوړ مکتب سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر مهمو مرکزونو عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې ۱۳ وسله وال وژل شوي، ۲۰۰۰ کيلوګرامه باروت، ۴۰۰ کيلوګرام چرس او تارياک، ۲ عرادې موټرسايکلونه، ۲ عرادې کرولا موټرونه او دوه بابه د دښمن مرکزونه له منځه يوړل شول.

په سنګين ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو پر مهال ددې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نظامي ولسوال ملا طیب او د سرې قطعې د يوه بل مهم قومندان په ګډون د  ۱۴ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.

د ناوې ولسوالۍ تريخ زابر سيمه کې د وسله وال پر ضد د چاڼيز عملياتو پر مهال ۵ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر ماينونه له منځه تللي دي.

کندهار څانګه