fbpx

د پاکستان او نيوزيلينډ تر منځ سيريز به د چا په نوم شي؟

د پاکستان او نيوزيلينډ هېوادونو تر منځ د درې يوه ورځنيو سيالیو لړۍ وروستۍ سيالي نن د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوبۍ نړيوال لوبغالي ترسره کېږي.

د پاکستان پیاوړی توپوهونکی امام الحق چې په دويمه سيالۍ کې ټپي شوی و، په درېيمه او وروستۍ سيالۍ کې نه لوبېږي، چې د پاکستان پر توپوهنه به منفي اغېز ولري.

د پاکستان او نيوزيلينډ لوبډلو تر منځ د درې يوه ورځنيو سياليو سيريز يو پر يو مساوي دی چې نننۍ سيالۍ به د دې لوبلړۍ ګټونکې لوبډله روښانه کړي.

په لومړۍ سيالۍ کې نيوزيلينډ لوبډلې پاکستان ته په (۴۷) منډو ماته ورکړې وه چې په دويمه سيالۍ کې ورته بیا پاکستان په (۶) وېکټو ماته ورکړه.

د يادونې وړ ده چې پاکستان په تېرو (۷) کلونو کې له نيوزيلينډ څخه د يوه ورځنيو سيالیو کوم سيريز نه دی ګټلی، پاکستان په وروستي وار په (۲۰۱۱م) کال کې د شاهد افريدي په لوبډلمشرۍ نيوزي ليند هېواد ته د يوه ورځنيو سياليو په لوبلړۍ کې ماته ورکړې وه. له يادې لوبلړۍ څخه وروسته پاکستان او نيوزيلينډ په خپل منځ کې د يوه ورځنيو سيالیو څلور لوبلړۍ ترسره کړې دي، خو ټولې يې نيوزيلينډ هېواد په خپل نوم کړې دي.