fbpx

له چین سره د هوایي دهلېز پر پرانیستو د جلغوزیو په بیو کې لوړوالی راغلی

له هغې ورځې چې له چین هېواد سره د هوایي دهلیز له لارې د جلغوزیو کاروبار پیل شوی، دلته په سوداګریزو چارو کې هم ښه والی راغلی او بیې یې د پخوا په پرتله زیاتې شوې دي.

په خوست کې د جلغوزیو سوداګر وایي، د چین سره د هوايي دهلیز په فعالېدو د جلغوزیو د بیو د لوړیدو تر څنګ يې په کاروبار کې هم د پام وړ ښه والی راغلی دی.

دوی وایي، د سړو خونو او د پروسس فابریکو په فعالېدو سره به یې لویې ستونزې هوارې شي او سوداګر به هم په پښو ودریږي.

د جلغوزیو کاروباریان وایي، د هوایي دهلیز په فعالیدو زیات خوښ دي او غوښتنه کوي، چې د انتقال پروازونه دې لا زیات شي.

سړې خونې، د پروسس او بسته بندۍ فابریکه، نورو هېوادونو ته د جلغوزیو صادرولو اسانتیاوې د سوداګرو هغه لویې غوښتنې دي، چې په وینا یې د دوی کاروبار ورسره لا غوړېدلی شي.