کور پاڼه / لوبي / د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د يوې ورځنيو لوبو لړۍ پيلېږي

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د يوې ورځنيو لوبو لړۍ پيلېږي

د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د نړيوالو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ له سبا (د فبروري ٩مه) څخه په عربي اماراتو کې پيلېږي.

د عزيزي بانک کپ دا سيالۍ به د نهمې فبرورۍ څخه بيا تر ١٩مې فبرورۍ پورې ترسره کېږي، چې پنځه يو ورځنۍ لوبې به پکې ترسره کېږي.

افغانستان د شل اوريزو لوبو په لوبلړۍ کې زمبابوې ته ماته ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه. په دوه شل اوريزو کې په لومړۍ شل اوريزه کې لوبه کې افغانستان په ٥ ويکټو بريا ترلاسه کړه او په دوهمه شل اوريزه لوبه کې يې بيا په ١٧ منډو بريا خپله کړه. همدا راز په دواړو شل اوريزو لوبو کې د غوره لوبغاړي جايزه محمد نبي يوړه.

همدا راز د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه د فبرورۍ په نهمه، دوهمه لوبه په ١١مه، دريمه لوبه په ١٣مه، څلورمه لوبه په ١٦ او وروستۍ يوه ورځنۍ لوبه په ١٩مه فبرورۍ ترسره کېږي. دا ټولې لوبې به د افغانستان پر وخت د ورځې په درې بجو پيلېږي.

بیا وګوره

د ځوانانو پر معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد تورونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد له …

له نشه یي توکو سره د مبارزي تګلاره به کار ورکړي

له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت په ننګرهار ولایت کې کلیوالي کرنیز پروګرام پراخوي. …