fbpx

په زابل کې ګڼ شمير بیارغنيز کارونه پیل شوي

د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د ښاروالۍ له خوا څخه د بیارغونې او ښکلا په موخه دیارلس لويې او وړې پروژو کارونه پيل شوې دي چې د مسوولینو په خبره په راتلونکي کال کې به خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

له کلونو راهیسې د کلات ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې دولت ورته لازمه پاملرنه نه ده کړې او ښار یې د نږدې دوو لسيزو په تېرېدو او د لسګونو مېليونو ډالرو له مصرف وروسته بیا هم خاص بدلون نه دی کړی.

د کلات ښاروالۍ مسوولين هم د خلکو دغه نیوکه پر ځای بولي، خو زیاتوي چې اوس یې یو شمېر پروژې پیل کړې دي چې په بشپړېدو سره به یې د ښار بڼه بدله شي.

صدرالدین زیور چې شاوخوا دوې میاشتې مخکې د کلات د نوي ښاروال په توګه خپله دنده پیل کړې ده وایي دوی هڅه کوي چې موجوده بودیجه په ښه ډول مصرف کړی ځکه که داسې وکړی نو مرکزي دولت ورته د راتلونکي کال لپاره لا زیاتې پیسې ورکوي.

نوموړي وویل دا مهال د دوی ۱۳ لويې او وړې پروژې روانې دي چې شاوخوا ۲۳ مېليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

ښاروال زیاته کړه چې په راتلونکي کال کې دوی د لا زیاتو پروژو د تطبیق لپاره پلانونه لري چې د ښار د ښکلا تر څنګ به  خلکو ته ورسره د کار موندلو زمینه هم برابره شي.

اروزګان څانکه