fbpx

نجيب کابلی؛ پاکستان او ايران په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي

تر هغې وروسته چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه د ایران، پاکستان، چین او یو شمیر نورو هيوادونو د استازو په ګډون کنفرانس ترسره شو پر وړاندې یې بیلابیل غبرګونونه راپورته شوي دي.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند هم د سولې لپاره دغه ډول هڅې ځکه ناکامه ګڼي چې  په وینا یې په دې غونډه کې پاکستان او ایران ګډون کړی وو، دغه ګوند باور لري چې ياد هيوادونه په افغانستان کې د جګړې د دوام غوښتونکي دي.

د ياد ګوند مشر (نجيب کابلی) وايي؛ په مسکو کې د سولې په اړه وروستۍ غونډه اغیزمنه نه وه او د افغانستان لپاره هیڅ ګټه نه لري.

نوموړی زياتوي: د ایران او پاکستان په ګډون د سمیې هيوادونه په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړی زیاتوي چې د سولې لپاره په کور دننه د سولې عالي شورا هڅې هم ناکامه دي، دی وايي، تر څو چې بین الافغاني خبرو ته زمنیه برابره نه شي، د سمیې له هيوادونو تمه نه شي کیدلی.

د ملي مشارکت ګوند وايي، په مسکو کې د طالب مشرانو او د سولې د شورا د استازو په ګډون ناسته د ایران او پاکستان په غوښتنه ترسره شوې، ترڅو طالبان بریالي وښایي.

دی همدا شان وایي هر ډول د سولې خبرې اترې، چې افغان حکومت، سیاسي احزاب او مدني ټولنې، پکې  دخیلې نه وي ، د جنګ له دوام پرته کومه ګټه نه لري.

ملي مشارکت ګوند په داسې حال کې د مسکو د غونډې په اړه غبرګون ښيي چې د جمعې په ورځ د روسیې په کوربتوب د افغان سولې کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې تر ډېره پر دې تمرکز شوی چې طالبان دې له افغان دولت سره خبرې وکړي. په داسې حال کې چې طالبان له امریکا سره په خبرو ټینګار کوي.