fbpx

مشرانو جرګه: امنیتي مسوولین د وروستیو پېښو ځواب نه لري

په هېواد کې د وروستیو نښتو نا امنیو او ځینو مشخصو جګړو په تړاو مشرانو جرګې امنیتي چارواکي ور غوښتي و، خو هغوی حاضر نه شول.

مشرانو جرګې د وروستیو نښتو په تړاو د ملي دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت رییس ور غوښتي و، خو د جرګې د غړو په وینا د بې ځوابۍ له امله حاضر نه شول.

د افغانستان د مشرانو جرګې يو شمير غړی وايي امنيتي مسولين بی کفايت دي،نظامي او جنګي مدريت نلري ځکه د جواب ويلو لپاره جرګې ته حاضر نه شوه.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وايي امنيتي او دفاعي مسولينو د مشرانو جرګې ته د نه حاضريدو له امله له قانونه څخه سرغړونه کړي ده.

دا په داسې حال کې دی چې ده چې دامهال د هيواد په ډيرو ولايتونو کې افغان ځواکونه  او وسله والو ترمنځ نښتي کيږي چې له امله يي افغان سرتيري د ډيرو جګړو قرباني شوي.

اروزګان څانګه

Loading...