fbpx

د پاکستان سوپر ليګ لپاره لسګونه افغان لوبغاړي پېر ته وړاندې کېږي

 

د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ چې له (۲۰۱۶م) کال راهيسې هر کال ترسره کېږي، د (۲۰۱۹م) کال لپاره چې څلورم پړاو يې دی لسګونه افغان لوبغاړي اخيستلو ته وړاندې شوي دي. دا لوبغاړي د نرخ او ارزښت له پلوه په بېلابېلو ډلو وېشل شوی دي چې راشد خان یوازینی افغان لوبغاړی دی چی د لوړې بيې لوبغاړو (پلاتینیم) په کتګورۍ کې دی.

دغه راز محمد نبي عیسی خیل او مجیب ځدراڼ بیا په (ډایمنډ) کتګورۍ کې ځای لري.

په (ګولډ) کتګورۍ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې مشر اصغرافغان او ورسره ویکټ کیپر شهزاد محمدي او لیګ سپنر قیس احمد ملګري دي.

په (سېلور) کتګورۍ کې بیا عمران جنت، کریم صادق، وقارسلامخیل، مسلم موسی، ناصر توتاخېل، نجات مسعود، شرف الدین اشرف، طارق ستانکزی، یونس احمدزی، ظاهرشهزاد، عبدالله مزاری، فطرت الله خاورې، فضل الحق، اسدالله متنی، رحمان الله ګربز، کریم جنت او سید شېرزاد شامل دي.

همدارنګه حمزه هوتک، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، ظاهرخان، ابراهیم ځدران، درویش رسولي، نجیب الله ځدران، نوین الحق، شاپورځدران، دولت ځدران، حضرت الله ځاځی، اکرام عليخیل، ضیا الرحمان اکبر او افتاب عالم هغه نور لوبغاړي دي چي په (سیلور) کتګورۍ کې به پير ته وړاندې شي وړاندې شي.

د پاکستان سوپر ليګ سياليو لومړنی پړاو په (۲۰۱۶)م کال کې ترسره شو چې پايلوبه يې د اسلام اباد لوبډلې وګټله، دويم پړاو يې بيا په (۲۰۱۷م) کال کې د پېښور لوبډلې او درېيم پړاو يې په (۲۰۱۸م) کال کې بيا د اسلام اباد لوبډلې په خپل نوم کړ.

څلورم پړاو به يې د راروان (۲۰۱۹م) کال فبرورۍ مياشتې پر (۱۴)مه نېټه پيل او د (مارج) مياشتې پر (۱۷)مه نېټه به پایته ورسېږي.