fbpx

عمران خان د آسیه بي بي په اړه د سترې محکمې له پرېکړې ملاتړ وکړ

د رپورونو له مخې د پاکستان سترې محکمې اسیه بي بي ته مقدساتو ته د سپکاوي په تور د مرګ په سزا محکومه کړه، خو وروسته یې د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.

د محکمې له وروستې پریکړي په اړه د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، حکومت یې د عیسوۍ مېرمنې اسیه بي بي په قضیه کې د سترې محکمې پر پرېکړې ولاړ دی او په دې کې به هېڅ ډول جوړجاړی نه کوي.

نوموړی همداشان وايي، د قانون واکمني د سترې محکمې پر پرېکړو د عمل کولو له لارې ټینګېدای شي او په خبره یې چې د سترې محکمې پر پرېکړو د نه عمل کولو په صورت کې قانون له منځه ځي.

د اسیه بي بي په اړه د پاکستان سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې وروسته په ټول پاکستان کې پراخې قهرجنې مظاهرې وشوې چې بیا د مذاکراتو په لړ کې تر یوه تفاهم لیک وروسته پای ته ورسېدې.